‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځنې اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او ویناوې وکړې

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځنې اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او ویناوې وکړې

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۷/۱۱/۱۲هـ ق د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې چې د مالیې وزارت وزیر، معینانو، د ولایتونو مستوفیان، همداراز د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني ادارې رئيس، د کندهار والي، او د کندهار ولایت د ریاستونو رئیسانو، او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو برخه اخیستې وه، ګډون او ویناوې وکړې.

‏سيمینار د قرآن کریم د څو مبارکو په آیتونو سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سيمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې.

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه: زموږ مسؤلیت د الله جل جلاله د شریعت عملي کول دي او د هر کار لپاره چې مقرر شوي یاست پر تاسو باندي د هغه کار شرعي زده کړه فرض ده.

‏هغه جناب وویل: د علماء کرامو نصیحتونو ته غوږ نیسئ، نیکي مشورې یې اورئ، پوره احترام او قدر یې کوئ، ځکه د علماء کرامو په قدر او عزت سره اسلام عزتمند کیږي او بل د حکومت د خلکو مسؤلیت دادی، الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ، چې د مجاهدینو په ټولو کې مهم هدف دادی چې لمونځونه او شرعي احکام به اقامه کوي، د جمعې لمونځ به د مسلمانانو د شرعي امام لخوا او د هغه په اذن او اجازه اقامه کوي او د مسلمانانو لخوا شرعي امام د اسلامي احکامو د تنفیذ لپاره دی، زموږ مسؤلیت اول په ځان او بیا په خلکو کې د الله تعالی د شریعت عملي کول دي، نو اول خپل ځان په دین باندې پوه کړئ او بیا خلکو ته د الله تعالی احکام ورسوئ، ورته بیان یې کړئ او په دین یې پوه کړئ او د هري کچې مسؤلین چې یاست دینداري ته ډیره توجه وکړئ.

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤلینو ته په خطاب کې وویل، په ګمرکونو کې چې تاسي کوم محصولات جمع کوئ دا د خلکو پیسې دي، نو دا بیت المال دی، ډیر احتیاط کوئ چې بېځایه دا مال مصرف نه کړئ، تاسو مسؤلین یاست پر تاسو لازمه ده چې اوس به د بیت المال مسائلو ځانونه پوه کوئ او علم به ورباندي راولئ، دا مالونه چې تاسو جمع کوئ دا بیت المال دی، داسي معامله به ور سره کوئ لکه د یتیم د مال سره او کوښښ وکړئ چې دا مالونه د خلکو په عام مصالحو کې مصرف شي نه په شخصي مصالحو کې.

‏جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په آخر کې وویل، ځانونه خادمان بولئ، په کارونو کې غفلت مه کوئ، په غیري مقصودي کارونو کې ځان مه مصروفوئ که د غفلت څخه تاوان پیښ شو بیا غفلت عذر نه دی، خپلو ملګرو ته توجه وکړئ ځکه د هغوی د نیمګړتیاوو مسؤلیت هم ستاسو دی، کوښښ د دې وکړئ چې امانت داري مو له منځه ولاړه نه شي، ځکه د امانت داري سره ایمان تړلی دی که امانت داري ولاړه ایمان ورسره ځي، د خپلو شخصي ګټو پر ځای عامه مصالحو ته متوجه شئ، ته، امتیاز ځان ته مه ور کوئ، تواضع کوئ او د دیني شعائرو ساتنه کوئ، او د خلکو سره سختي مه کوئ، د خلکو سره اساني کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ ځکه الله پاک توبه قبلونکی دی او خلک په نفرت کې مه اچوئ، خلک د جماعت سره عادت کړئ، خپل لمونځونه مو هم باید په جماعت سره وي، د خلکو سره په لمانځه کې یوځای کیږئ، که تاسي غواړئ چې اسلام ته قدر ورکړئ نو د علماء کرامو سره ناسته کوئ، باید ستاسي د مجلس خلک صالحان وي، او د خلکو د حاجت پر مخ دروازې مه بندوئ، د خلکو سره د نژدې اوسیږئ تر څو خلک تاسي ته درسي او ستاسو سیاست له نژدې وویني، مسؤلیت داسي چاته مه ورکوئ، چې اهلیت یې و نه لري، خپل ماتحت ملګري خپلو وظیفو ته متوجه کړئ، تر څو د خلکو کارونو کې ځنډ رانه شي خلکو ته په کارونو کې اسانۍ جوړي کړئ تر څو ښه خدمت وکړای شئ.

‏په پای کي ټولو علماء کرامو او مسؤلینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.

‏مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام

‏۱۴۴۷/۱۱/۱۲هـ ق