د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ارغندیوال خیریه مؤسسې رئیس محمد قیس ارغندیوال سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې، محترم محمد قیس ارغندیوال د یادې مؤسسې د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، دغه مؤسسه افغانانو سره د مرستې او ښوونې او روزنې ته د خدمت لپاره په پام کې لري، چې په ټولو ولایتونو کې ښوونځي جوړ کړي او په ډېری ولایتونو کې دغه لړۍ بشپړه شوې هم ده.
د ارغندیوال خیریه مؤسسې رئیس زیاته کړه، یاده مؤسسه د امبولانسونو، لابراتوارونو، درملو او په مرکز او ولایتونو کې روغتونونو ته د نورو طبي تجهیزاتو د برابرولو او د خلکو د هوساینې زیاتوالي لپاره په عصري مېتودونو د کرنې د انکشاف او پراختیا لپاره برنامې تر کار لاندې لري او د اسلامي امارت مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د پورته فعالیتونو په ترسره کولو کې ورسره همکاري او ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په مقابل کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ارغندیوال خیریه مؤسسې رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانانو لپاره د یادې مؤسسې د فعالیتونو او مرستو ستاینه وکړه او وې ویل، هیواد د ټولو افغانانو په شریکو هڅو او زیار پرمختګ کوي او ابادېږي، نو د همدې لپاره لازمه ده ټول په ګډه هڅه وکړو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت خیریه مؤسسو سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.#