د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د دې لیدنې پر مهال، چې د کور او ښار جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرست وزیرانو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسؤلینو هم حضور درلود، د زېربنا، صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورټ، کرنې، رېل پټلۍ او روغتیا سکتورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، په دې سکتورونو کې د شته فرصتونو او پر ګډې همکارۍ خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان دا مهال په مختلفو سکتورونو کې د پانګونې لپاره غوره فرصتونه لري، کورني او بهرني پانګوال کولای شي پکې پانګونه وکړي.
محترم حاجي ملا صاحب زیاته کړه، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډایه هیواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، دوی تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ورپسې روسي پانګوالو په افغانستان کې په بېلا بېلو په ځانګړي ډول صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې سکتورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وې ویل، دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.
په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند روسي او افغان پانګوالو ته د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د مارکېټ له ارزونې وروسته خپلې چارې په امن فضا کې پیل کړي.#