د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتيکا او پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتيکا او پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير نن په دوو جلا جلا کتنو کې د پکتیکا او پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په لومړۍ کتنه کې د پکتیکا قومي مشرانو په دغه ولایت کې د پوهنې، روغتیا او سړک رغولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د ولسونو ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه د‌ حل په موخه شریک کړل وې ویل، پکتیکا له پراختیايي اړخه وروسته پاتې او محروم ولايت دی.

د پکتیکا راغلو مخورو په یاد ولایت کې د نیمګړو پروژو د بیا پیل او په ليرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي زمینې برابرولو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.

همدارنګه په يوه بله جلا کتنه کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او مخورو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه شریک او په ياده ولسوالۍ کې يې د رغنيزو پروژو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د اسلامي نظام څرنګوالي ته په اشارې وویل، هر وګړی کولای شي په زغرده خپلې غوښتنې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکې کړي.

محترم مولوي عبدالکبير، اسلامي امارت د افغان ولس خادم وباله او زیاته یې کړه، حکومت له توپیر پرته ټولو سیمو ته یو شان خدمات وړاندې کوي.

د‌ رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د پوهنې سکتور ته د ټولنې د مهمې برخې په توګه پام کوي او هڅې روانې دي څو د هر کال په تېرېدو سره افغان ولس ته غوره خدمات وړاندې او لیرې پرتو سیمو ته د پوهنې لمن پراخه شي.#