د حج ملي کمېټې غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون نن ماسپښین جوړه شوه.
په دې غونډه کې سعودي عربستان ته د محترمو حاجیانو د لېږد په موخه له هوایي شرکتونو سره د تړون پر موضوع هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.