د تخار ولایت د چاه اب ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د تخار ولایت د چاه اب ولسوال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي زمان منصوري سره وکتل.
په پیل کې محترم مولوي منصوري د چاه اب ولسوالۍ محلي ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د تخار ولایت د ټولنیزې، اقتصادي او امنیتي اوضاع په اړه هم د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د چاه آب ولسوال زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسوولین خلکو ته د خدماتو رسولو، د امنیت او هوساینې د تامین کوښښ کوي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي خلکو ته د خدماتو رسولو، د امنیت او هوساینې د تامین په برخه کې د چاه اب ولسوالۍ د مسوولینو او مجاهدینو د کړنو او زحمتونو ستاینه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مسولین چې په هره کچه وي د خلکو خادمان دي او خلکو ته د خدماتو رسولو کې باید کوتاهي ونه کړي.