د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن سهار د ارګ جامع جومات د معلوماتي لوحې لګولو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د کلام الله مجید څو مبارک ایتونه تلاوت شول او وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید د ارګ او پکې د ماڼیو د تاریخچې په اړه خبرې وکړې او له ټولو هغو کسانو څخه یې مننه وکړه، چې د ارګ جامع جومات او ماڼیو د معلوماتي لوحو لپاره یې معلومات برابر کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، ارګ د هیواد یو له مهمو او تاریخي ابداتو څخه دی، له سیاسي اړخه ارزښتناک دی او باید ساتنې او څارنې ته یې تل پاملرنه وشي.
ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع خبرې وکړې او وې ویل، د ارګ جامع جومات او ماڼیو لپاره د معلوماتي لوحو برابرول یو نیک ګام دی او د ارګ جامع جومات او نورو تاریخي ماڼیو او ځایونو لپاره یاد معلومات ګټور او ارزښتناک دي.
نوموړي د میناتورۍ او فرهنګي ریاست د دې نوښت او د ارګ د جامع جومات او ماڼیو لپاره د معلوماتي لوحو برابرولو څخه مننه وکړه او وې ویل، الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې د تاریخي ځایونو د غوره معرفي کولو په موخه د ارګ په ټولو ماڼو کې په منظم ډول معلوماتي لوحې ولګوو.
د مراسمو په پای کې، د ارګ جامع جومات معلوماتي لوحه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع له لوري په داسې حال کې چې اړوندو مسؤولینو هم حضور درلود، ولګول شوه او مراسم د محترم مفتي محمود ذاکري د دعائیې په لوستو سره پای ته ورسېدل.#