د بېلابېلو ولایتونو يو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د بېلابېلو ولایتونو يو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د بېلابېلو ولایتونو له يو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
په پيل کې راغلو علماؤ او مجاهدینو د خپلو ولايتونو د اجتماعي، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی دغه راز د ښوونې او روزنې، روغتيا، مواصلاتي لارو، د انکشافي پروژو پلي کولو او کار موندنې موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له راغلو علماؤ او مجاهدینو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ويل، د امنیت تأمین، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت کول او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو اسانتيا د اسلامي امارت له تعهداتو او دندو څخه دي چې په دې برخه کې به خپلې هيڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له لوري مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ذکر شويو مواردو ته رسيدګي وکړي.#