د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لسمه غونډه د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري نن ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پرېکړې وشوې.
په غونډه کې هېواد ته د راتلونکو بې کیفیته تېلو د مخنیوي اړوند د ټاکلي هیئت وړاندیزونه وارزول شول او یو لړ پرېکړې په کې ترسره شوې؛ ترڅو په سمه توګه یې مخنیوی وشي.
همداراز د راستنېدونکو مهاجرینو اړوند بحث وشو چې باید دوی ته اسانتیاوې رامنځته او په ښه توګه تر خپلو سیمو ورسول شي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.