د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې   رئيس او د رهبرۍ غړو سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې رئيس او د رهبرۍ غړو سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن غرمه د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې رئيس او د رهبرۍ غړو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل. په پیل کې د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس نورالحق عمري د یادې خونې د کړنو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د خونې په ستونزو او وړاندیزونو بحث وکړ. هغوی په افغاني ټولنه کې د کوچنیو تشبثاتو پر ارزښت د ټينګار ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ، د دوکانونو د کرایو او مالیې د کموالي، د طلا د قاچاق او بې کیفیته اجناسو د واردولو د مخنیوي، د ښاروالۍ اصولو ، مقررو او کړنو ته د بیاکتنې غوښتونکي شول. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې د رئيس او د رهبرۍ غړو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته هغوی ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د چارو ادارې له لارې ریاست الوزرا ته وړاندې او د حل لپاره به بې اړوندو ادارو سره جدي هڅې وشي.