د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه

د اداري کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی موظفو کمېټو د خپلو کړنو ، اجراتو او ورسپارل شویو دندو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت، د بیت المال د تثبیت، ثبت او مراقبت ادارې اړوند موضوعاتو او همدارنګه د بدیل معیشت او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت زیاتولو زنځیر د طرحې په اړه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت برابره کړې وه، بحث او هراړخیزه ارزونه وشوه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د دې غونډې په پای کې په اجنډا کې د شاملو ځینو موضوعاتو په اړه د زیات دقت په موخه جلا کمېټې ته دنده وسپارل ؤه.