د سرپل والي، د لېوا قومندان او یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د سرپل والي، د لېوا قومندان او یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د سرپل والي محترم مولوي محمد ظریف مظفر، د لېوا قومندان محترم مفتي محمد مقتصد او یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.

په پیل کې د سرپل والي محترم مولوي محمد ظریف مظفر د نورو په استازولۍ د یاد ولایت د مجاهدینو د وضعیت، سیمه ییزې حکومتولۍ او امنیتي موضوعاتو ترڅنګ، د سیمه ییزو ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

محترم مولوي محمد ظریف مظفر زیاته کړه، په سرپل ولایت کې سیمه ییز مسؤلین او مجاهدین خلکو ته د خدماتو رسولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره تل هلې ځلې کوي او هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

نوموړي همداراز په سرپل کې د انکشافي پروژو عملي کولو، د مواصلاتي لارو جوړولو او د کانونو د استخراج په برخو کې د خلکو غوښتنې مطرح کړې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولسونو ته د غوره خدماتو برابرولو په برخه کې د دې ولایت د مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې وویل، د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې او خلکو ته د ارام ژوند برابرول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي، دغه راز به شته امکاناتو ته په پام ستاسې د وړاندیزونو په اړه لازم اقدامات وشي.#