د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ د چارو د چټکتیا او ښې همغږۍ په موخه ګډه اداري غونډه نن په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست مرستیالانو، د ریاست الوزراء د سیاسي او اداري معاونیتونو د دفتر عمومي رئیسانو او د دغو ادارو بېلابېلو رئیسانو او مسئولینو هم حضور درلود، لومړی محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د تېرو غونډو پایلې ښې وارزولې او وې ویل، هیله من یم دا ډول غونډې په چارو کې د اسانتیاوو او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د ښې همکارۍ ذریعه شي.
نوموړي زیاته کړه، د دې غونډو موخه په بېلابېلو چارو خبرې، ستونزو ته د حل لارو موندل، د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول، مسئولیتونو ته پاملرنه، د معلوماتو تبادله، د نیمګړتیاوو پوره کول او د اصلاحاتو راوړل دي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، د محترم رئیس الوزرا لارښوونه تل دا وي چې د خلکو غږ واورئ او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې د حل په خاطر مسئولینو ته ورسوئ.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د عمومي دفتر مرستیالانو، د سیاسي او اداري معاونیتونو د دفتر رئیسانو، د بشري سرچینو رئیس، د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د تدارکاتو رئیس او یو شمېر نورو مسئولینو د خدماتي، حفظ او مراقبت، په تړونو، خریداري او د سوانحو ترتیب کې د وضاحت په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست سره شریک کړل.