د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. د دغې لیدنې پر مهال د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو مسوولینو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې د بیارغاونې په ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او د یادې پروژې مسوولینو ته یې د دې ملي پروژې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې. 

محترم ملا صاحب د قراردادي شرکتونو مسوولینو، تطبیق کوونکو ټیمونو او فني کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، د هېواد د ابادۍ لپاره باید په ګډه کار وکړو او دا د ویاړ ځای دی چې تاسو یې په بیارغاونه کې برخه اخلئ.

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر نظارت لاندې له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد شوی، چې اوسمهال یې له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د سي ټي بي او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغاونې کار جریان لري. 

د یادونې وړ ده چې د یادو ګالریو پر بیارغونې سربېره په شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار هم جریان لري