د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه پرون په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د کابینې یو شمېر غړیو حضور درلود، د بېلابېلو کورنیو او بین المللي سیاسي مسایلو په ځانګړي ډول له ځینو ګاونډیو هیوادونو سره د رامنځته شویو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې او د ټولو مسایلو پر سیاسي او ډيپلوماتیک حل ټينګار وشو.
همدارنګه سیاسي کمېسیون ټینګار وکړ چې د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ شخړې د هیچا په ګټه نه دي او اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر مبنا د هغو د مخنیوي په خاطر کوښښ کوي او غواړي چې ټول مسایل د دیالوګ او خبرو له لارې حل شي.#