د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ پر قومي مخورو سربېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم له یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره وکتل.
په پیل کې د دره نور ولسوالۍ مخورو او مشرانو په خپلو سیمو کې د ډاډمن امنیت ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د خپلو ستونزو د حل یادونه وکړه وې ویل، د اسلامي امارت په راتګ سره یې ګڼې دښمنۍ د حکومتي او قومي مشرانو په منځګړیتوب له منځه تللي او دا مهال په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو او اسلامي امارت ترمنځ ښه همکاري او همغږي شتون لري.
د دره نور ولسوالۍ راغلو قومي مشرانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته په خپلو سیمو کې د برېښنا شبکې د پراختیا، د سړک رغاولو، د منظور شوي روغتون د کار د ژر پیل او اوبو مهارولو په موخه د بند جوړولو په برخو کې خپل وړاندېزونه په لیکلي بڼه شریک کړل.
همدارنګه په بله جلا کتنه کې په بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم یو شمېر راغلو قومي مخورو او مجاهدینو افغانستان کې پر ټولنیز عدالت خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، حکومت دې په لېرې پرتو سیمو کې پراختیايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ګوجر قوم یادو مخورو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د بې وزلو د لاسنیوي ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې هم د خپلو ستونزو د حل وړاندېزونه وکړل.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د دره نور ولسوالۍ او ګوجرو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت او قومونو تر منځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکي ښکارندويي ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د حکومت او ولسونو تر منځ د همکارۍ فضا رامنځته کړې او قومي جوړښتونه کولای شي له مسؤلینو سره د ښې همغږۍ له لارې د خلکو ستونزو ته مناسبې حل لارې ومومي.
د دې کتنو په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ولسونو او د هیواد په شمال ولایتونو کې د ګوجر قوم د ستونزو حل مهم وباله او زیاته یې کړه، پر شویو وړاندېزونو به یې د غور ترڅنګ اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.#