د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له لورې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له لورې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه. 

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کابینې یوشمېر محترمو غړو، په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر، د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو، د خصوصي سکتور استازو او هېوادوالو ګډون کړی وو. 

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن په افغانستان کې د پاکې انرژۍ یوه داسې پروژه پيلېږي، چې هغه نه یوازې د چاپېریال ساتنې په برخه کې زموږ د هېواد مقاومت زیات او د دغې انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوي؛ بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي. 

د محترم ملا صاحب په خبره: «د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي په تدريجي توګه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا راکمه او په کور دننه له موجوده سرچینو څخه خپله اړتیا پوره کړو.»

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د لمريزې برېښنا د تولید دا ډول پروژې به په هېواد کې د پانګونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه او تر څنګ به یې له هېواد څخه د اسعارو د وتلو مخه ونيسي چې دا به په لويه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وکړي. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ پر ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري وکړي او دلته ځنډېدلې پروژې له سره پیل کړي. ځکه په خبره یې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر متضرر شوی، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په تخریب کې یې هېڅ ډول فعالیت نه دی ترسره کړی. 

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثناء د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت دی او پرته له استثناء ټول هېوادونه ترې متاثره دي. بناً دغه ګډ مسوولیت ګډې همکارۍ ته اړتيا لري. 

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه او ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړې توګه د برېښنا په تولید کې د دوی هر ډول پانګونې او هڅو ته هرکلی وايي او د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې ورسره لازمه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې چارې به یې د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل صنعتي پارکونو او همدا راز عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزې حل کړي.#