د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدر اعظم او د میدان وردګو له والي حافظ محمد امین عمري سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې لیدنه کې مولوي صدر اعظم او حافظ محمد امین عمري د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د خپلو کارونو او پرمختګونو، ترکار لاندې پروژو او اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دوی له کارونو او پرمختګونو مننه وکړه او د لازمو سپارښتنو تر څنګ یې په چارو او مسئولیتونو کې ورته د موفقیت دعا وکړه.