ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظور کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د اتو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۳ نورو یې تعدیل کړل. 

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د اتو پروژو قراردادونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغوه او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې. 

د یادو شپږو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د تدارکاتي پروسو د اصولو په پام کې نیولو سره یې قراردادونه وارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او پاملرنې چارو بشپړول، د کابل طبي پوهنتون د علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو د درملنې مرکز د پاتې چارو بشپړول، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ او باغ پل سیمه کې د ترانسپورټي ترمینلونو جوړول، د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.