ورتیکال ګروپ عمومي رئیس سره د رياست الوزراء سیاسي مرستيال کتنه

ورتیکال ګروپ عمومي رئیس سره د رياست الوزراء سیاسي مرستيال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن ماسپښين د ورتیکال ګروپ عمومي رئیس ولادیمیر سکوريخین او د کوچنیو چورلکو د ترمیم شرکت رئیس انجنير الکساندر کلاچوف سره په سپيدار ماڼۍ کې ولیدل.

د دغې کتنې په پیل کې ولادیمیر سکوريخین او الکساندر کلاچوف په افغانستان کې د روسيې جوړ چورلکو او پرزه جاتو د ترميم او لېږد او د الوتکو تخنيکي پرسونل د روزنې په برخو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

محترم مولوي عبدالکبیر د روسي جوړ چورلکو د ترمیم په برخه کې د دوی د همکارۍ او وړاندیزونو قدرداني وکړه وې ویل،اوس په افغانستان کې امنیت تامین دی او د بل هر وخت په پرتله پکې بهرنۍ پانګونې ته زمینه مساعده ده.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، دافغانستان‌ اسلامي امارت مصمم دی چې د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.