د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال په حضور کې د پېروزي ښارګوټي د صنعتي پارک تړون لاسليک شو

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال په حضور کې د پېروزي ښارګوټي د صنعتي پارک تړون لاسليک شو

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخند په حضور کې نن د ښارجوړونې وزارت او د بيجينګ- ننګرهار ساختماني او توليدي شرکت تر منځ د پېروزي ښارګوټي په ختيځه برخه کې د صنعتي پارک سپارلو تړون لاسليک او د پرانېستې مراسم ترسره شول.

په دې صنعتي پارک کې چې ۲۱۶ ميلون ډالره لګښت پرې راځي، ۱۵۰ کارخونې جوړېږي چې ۱۳۶۰۰ هيوادوالو ته به دايمي او ۳۰ زره نورو کسانو ته په غير مستقيمه توګه د کار زمينه برابره کړي.

د يادولو ده چې په پېروزي ښارګوټي کې پر ياد صنعتي پارک سربېره؛ ښوونيز مرکزونه، سوداګريز او د استوګنې بلاکونه، شنې ساحې، جوماتونه او تفريحي پارکونه هم شامل دي.