د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير په كابل جهادي مدرسه کې جوړه شوې فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې چې د پوهنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا، د اسلامي امارت یوشمېر نورو مسؤولینو، شیوخو او علماوو برخه درلوده، محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي زده کړو په برخه کې وروستي پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه، افغان طلباء د حدیث دورې د زده کړو په موخه بهر ته د سفر اړتیا نه لري او په هیواد کې تر لوړې کچې د دیني زده کړو زمینه چمتو شوې ده.
نوموړي په افغانستان کې د زده کړو په پراختیا او متوازن انکشاف ټینګار وکړ او ویې ویل، د مدرسو زده کوونکي باید د دیني زده کړو ترڅنګ په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سنبال کړي او اړین عصري علوم زده کړي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال د لوړو زده کړو په اډانه کې د تخصصاتو د برخې رامنځته کېدل د دیني زده کړو د ودې لپاره ښه فرصت یاد کړ چې باید علماء ترې ګټه واخلي.
په پای کې محترم سیاسي مرستیال د کابل جهادي مدرسې ټولو بریالیو زده کونکو ته ډالۍ ورکړې.