د ازبکستان هیواد سمرقند ولایت څخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي کتنه

د ازبکستان هیواد سمرقند ولایت څخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان هیواد ته د سفر پر مهال له لرغونو او فرهنګي سیمو څخه د لیدنو پر دوام، پرون سمرقند ولایت ته سفر وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته، سمرقند ولایت ته د رسېدو سره سم د یاد ولایت والي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د دې ولایت له والي ښاغلي حدیث مظفر اوغلي بابایف سره وکتل. 

ښاغلي حدیث مظفر اوغلي بابایف محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان او ازبکستان تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې وویل، دواړه ګاونډي هیوادونه له اوږدو کلونو راهیسي سوله ییزې او نېکې اړیکې لري او د ازبکستان لوری غواړي چې دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ومومي.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له مېلمه پالنې مننه وکړه وې ویل، افغانستان او ازبکستان د دوه تاریخي ګاونډیو په توګه له یوه بل سره د متقابل درناوي پر بنیاد نېکې او حسنه اړیکې لري او افغانستان هڅه کوي د دواړو هیواونو ترمنځ پر تاریخي، فرهنګي او ګډو مشترکاتو د اتکاء ترڅنګ دغه روابط لا زیات پیاوړي او پراخ کړي.

محترم مولوي عبدالسلام او مل پلاوي یې د دې سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د مقدسو، لرغونو او فرهنګي ځایونو په ځانګړي ډول د امام بخاري رحمه الله مقبره ولیدله او نوموړي ته یې د مغفرت دعا وکړه.#