د اروپا د سولې انستیتوت اجرايي رئیس سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د اروپا د سولې انستیتوت اجرايي رئیس سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر د اروپا د سولې انستیتوت اجرايي رئیس مایکل کتینګ سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د ریاست الوزرا‌ء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر افغانستان سره د اروپایې ټولنې د مرستو په مننې په راتلونکي کې پر اروپایې ټولنې سربېره له نړیوالو او مرستندویه ارګانونو سره د ښو مناسباتو د لرلو هیله وکړه.

نوموړي زیاته کړه، تاسې د یوه ازاد ارګان په توګه کولای شئ د متقابل درناوي پر بنسټ د افغانستان اسلامي امارت، اروپایي هیوادونو او نړیوالو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ښه کېدو په خاطر د واسط رول ولوبوئ، ځکه اسلامي امارت له نړۍ او ټولو ګاونډیانو سره نېکې او حسنه اړیکې غواړي.

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، د اسلامي امارت له راتګ مخکې په افغانستان کې زیاتې ستونزې موجودې وې، خو د اسلامي امارت په راتګ سره خلک د امنیت له تامین خوښ دي. همداراز اروپایي ټولنه دې ډاډه اوسې چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد استعمال نشي.

د اروپا د سولې انستیتوت اجرايي رئیس د اروپایې ټولنې او نړیوالو سره د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو ښه کېدو ته په اشارې وویل، که څه هم ځینې ستونزې شته، خو د اړیکو د ښه والي په خاطر له یوه بل سره هراړخیزې خبرې او همکاري اړینه ده.

مایکل کتینګ زیاته کړه، په تېرو ۴۳ کلونو کې افغان ملت جنګ ځپلی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په سوله کې ژوند وکړي، اروپایي هیوادونه هم غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي.