د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت او مل پلاوي سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د وروستیو پرمختګونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، یاده اداره د یوې نوښتګرې او کار پنځونکې ادارې په توګه هوډ لري، مسلکي زده کړې اعتبار لرونکي، باثباته او د اوسنیو شرایطو د غوښتنو مطابق مدیریت او ښوونیز نظام ته د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراختیا ورکړي. 

نوموړي زیاته کړه، یاده اداره په هیواد کې ۳۷۷ مرکزونه لري، چې په (۱۱۱) بېلابېلو حرفوي او اساسي څانګو کې د ټولنې او بازار د اړتیا سره سم مسلکي او ماهر کاري ځواک روزي؛ دا مهال پکې اتیا زره کسان په زده کړو بوخت دي. همدارنګه دا اداره په یو کال کې د سل زره مسلکي او تخنیکي کسانو د روزنې ظرفیت لري.

ښاغلي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي په کمه موده کې له حرفوي او تخنیکي زده کړو فارغ مسلکي کسان د کاربازار ته وړاندې کړي، چې له یوې خوا به په افغانستان کې مسلکي کسانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره او له بلې خوا به د افغان ځوانانو د مهاجرت مخه ونیول شي.

نوموړي د دې ادارې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي کنفرانس د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د دوی له معلوماتو په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو دولتي او خصوصي ادارو ملاتړ کوي او ټول ملت ته خدمت خپل مسؤلیت بولي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په هېواد کې ځوانانو ته د کار موندنې او د افغان ځوانانو د مهاجرت پر مخنیوي ټینګار وکړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو د لا ګړندیتوب او بهبود په موخه یې ښاغلي شهامت ته ځینې لارښوونې هم وکړې.