د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د یاد هېواد له رئیس الوزراء محترم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او قطر هېواد ترمنځ د اړیکو او اقتصادي مسائلو او د حکومت او خصوصي سکټور له لوري د پانګونې د موضوعاتو په اړه بحث وشو.