د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملانور الله نوري سره وکتل.
په دې ناسته کې ښاغلي نوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او ویې ویل، په مرکزي ولایتونو کې یې د لویو ولسي ناستو لړۍ پيل کړې چې د ولسونو او نظام ترمنځ د اړیکو پراختیا، واټن له منځه وړلو او د هغوی د ستونزو اورېدلو په برخه کې اغېزناکې تمامې شوي دي.
نوموړي وویل، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت په یو شمېر ولایتونو کې د هزاره او کوچیانو ترمنځ د څړ ځایونو موضوع د یوې طرحې د عملې کېدو په پایله کې د دواړو لوریو په مشوره او توافق حل شوې ده.
نوموړي څرګنده کړه، په ډېرو ولسوالیو او سیمو کې یې د قومونو او کورنیو ترمنځ لسګونه قومي شخړې او دښمنۍ حل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، یاد وزارت دې د قومونو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او د شخړو هوارول یې مهم اقدام وباله.
محترم مولوي عبدالکبیر د ولس او حکومتي چارواکو د ګډو ناستو پر اړتیا د ټېنګار تر څنګ یادونه وکړه، چې د یادو ناستو لړۍ دې لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.
په دې ناسته کې د یوشمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ته لازمې سپارښتنې وکړې.