عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت د غونډو په تالار کې د کندهار ولایت د ولسوالیو  د علماء کرامو لپاره په جوړه شوې غونډه کې  ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت د غونډو په تالار کې د کندهار ولایت د ولسوالیو د علماء کرامو لپاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت د غونډو په تالار کې د کندهار ولایت د ولسوالیو د علماء کرامو لپاره په یوه لویه غونډه کې، چې په کې د کندهار والي، د چارو ادارې عمومي رئیس، د سرې میاشتي عمومي رئیس، د ستري محکمې نظامي معاون، د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د ستري محکمې قضایي معاون او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو هم حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.

مجلس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته مهمې توصیې، سپارښتنې او وینا وکړه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی، ټولو علماء کرامو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، علماء کرام په شرعي، امورو کې د اُمت مشران او رهبران دي، د علماوو د شرعي حکمونو په اطاعت ټول اُمت او امیران مکلف دي، چې دوی به په شرعي امورو کې د علماوو څخه هدایت اخلي او مشوره به ورسره کوي.

هغه وویل: دین، اسلام او شرعي احکام علماوو ساتلي دي او علماء کرام به یې ساتي، په هر وخت کې خلکو د دین او اسلام د کمزوري کولو کوښښ کړی دی، د اسلام او شرعي احکامو د تحریفولو کوښښونه یې کړي دي، چې اوس هم دا کار روان دی، ترڅو د خلکو څخه اصلي مسیر ورک کړي، خو علماوو د شرعي احکامو د تحریف، تغیر او تبدیل مخه نیولې ده، وخت په وخت یې کتابونه، رسالې لیکلي دي او د خلکو ذهنونه یې جوړ کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپله دا مقابله کوله او د یهودیانو څخه به یې د اسلام دفاع کوله.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی وویل: علماوو ته یو دروند مسؤلیت الله تعالی په غاړه کې وراچولی دی، که علماء کرام کلک عزم او اراده وکړي، نو تر ډېره به منکرات له جامعې څخه ورک شي. که پر منبر او په داسې اجتماعاتو کې خلکو ته د منکراتو بد عواقب بیان کړو او شرعي احکام ورته وښیو، ډیر خلک به اصلاح شي. ځکه خلک مؤمنان او مسلمانان دي، نو دا د علماوو مسؤلیت دی چې د منکراتو مخنیوی وکړي، د افغانستان خلک متدین خلک دي، د اسلام په دفاع کې یې شهادتونه، زخمونه، زندانونه او ډول ډول تکلیفونه ګاللي دي، دا د علماوو مسؤلیت دی، چې د فتنو مخه به نیسي، د خلکو د ذهن او اخلاقو اصلاح به کوي، او د فساد مخنیوی به کوي.

هغه جناب وویل: زه د افغانستان د خلکو او علماوو ډېر شکر ګزاره یم، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی دی او اطاعت کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی څرګنده کړه: د اسلامي نظام بقاء، کامیابي او ساتنه په دیني علم پوري اړه لري او د اسلامي نظام مهم مسؤلیت دیني علم ته ترقي ورکول دي، چې دیني علم خپور او نشر شي او خلک په دین، اسلام او شریعت باندې پوه کړل شي، نو علماء کرام دي دیني علم تر خلکو ورسوي.

جناب عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی وویل، خلک اتحاد ته وهڅوئ، یو د بل اطاعت وکړئ، او په خپلو منځو کې مذاکره سره کوئ، نظام په تاسو جوړیږي او خرابیږي هم، که تاسو متوجه واست، نو دا نظام به جوړ وي، کوښښ وکړئ د جاهلیت رواجونه ختم کړئ، غفلت مه کوئ، مسؤلین باید شپه او ورځ خپل مسؤلیت ته متوجه شي او په عبثیاتو کې وخت تېر نه کړي، د دنیا د رتبې او منصب طمع مه کوئ، په اطاعت کې ستاسو ګټه ده، په اطاعت کې پر چا احسان مه اچوئ، په عامو خلکو کې د اطاعت روحیه پیدا کړئ، په اطاعت کولو سره اتفاق راځي او جماعت مو قوي کیږي.

په پای کې ټولو علماء کرامو یو ځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او یو به.

مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو س

ره پایته ورسید.#