د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ښاغلي بقیت صدیقوف په مشرۍ د یاد هیواد لوړپوړي پلاوي سره وکتل
په دې کتنه کې لومړی ښاغلي بقیت صدیقوف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو فعالول د خپل سفر موخه وبلله او وې ویل، د هیواد یو شمېر تاجران او پانګوال هم ورسره افغانستان ته راغلي او په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې غوښتونکي دي.
نوموړي په کابل کې د قرغزستان د سوداګریز مرکز د پرانیستې یادونه وکړه او د دواړو لوریو په سوداګرۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په لېوالتیا او په دې برخه کې د مسئولینو په همکاري یې خوښي څرګنده کړه.
د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر له افغانانو سره د خپل هیواد د انسان دوستانه مرستو د ادامې ډاډ ورکړ او وې ویل، هیواد یې لېواله دی چې د الکترونیکي حکومتولۍ، د ارزښتناکو اسنادو چاپ، د بانکي اړیکو رامنځته کولو او د الکترونیکي تادیو په برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او همدارنګه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ملګرتیا مهم عامل بولي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، ښاغلي بقیت صدیقوف او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او قرغزستان دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او د دې دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو لوریو ژوره ملګرتیا ښیي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له افغانستان سره د قرغزستان د انسان دوستانه مرستو څخه په قدرداني وویل، د افغانستان اسلامي امارت له قرغزستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د ادارو د الکترونیکي کېدو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د بانکي چینلونو رامنځته کول اړین بولي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي په اساس د ولاړو نېکو اړیکو غوښتونکی دی او هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد له خاورې څخه د نورو هیوادونو د امنیت په ضد ګټه واخلي.