د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې د ۱۰۰ مې ګڼې د پرانېستې مراسم په ارګ کې ترسره شول

د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې د ۱۰۰ مې ګڼې د پرانېستې مراسم په ارګ کې ترسره شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې د ۱۰۰ مې ګڼې د پرانېستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر لخوا پر وخت له خلکو او رسنیو سره د معلوماتو او لاسته راوړنو شریکولو لپاره دغه اقدامات وستایل او وې ویل، اسلامي امارت د معلوماتو مدیریت، عامه پوهاوي او له خلکو سره پر وخت د معلوماتو شریکولو ته ځانګړی ارزښت ورکوي. 

نوموړي خلکو ته د نظام د کړنو، د حقایقو رسولو او د دښمن د پروپاګند خنثی کولو لپاره د یو منظم سیستم موجودیت مهم وباله او د حکومت د لاسته راوړنو منعکسولو لپاره یې پرمختګ ویبسایټ یو مستند ادرس یاد کړ. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، پرمختګ ویبسایټ د دقیقو معلوماتو او د نظام د رسمي دریځ لپاره د یو معلوماتي بانک په توګه استفاده کېږي او له رسنیو څخه یې هم د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه. 

ورپسې د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د ویاند دفتر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له هر اړخیز پلوه په دقیق ډول د اسلامي امارت د بېلابېلو لاسته راوړنو، پرمختګونو او معلوماتو د خپرولو او د رسنیو د لاسرسي لپاره معلوماتي بانک او سرچینه رامنځته کړې ده.

هغه زیاته کړه، د دغو نوښتونو په رامنځته کېدو سره به د دښمنانو د تبلیغاتو مخنیوی وشي او د اسلامي امارت لاسته راوړنې په میاشتني، ربعوار او کلني ډول محاسبه کېدلی شي.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل، د امارتي ادارو مسئولین او ویندویان دې د حکومت د رسنیو مرکز سره د اړوندو وزارتونو او ادارو د لاسته راوړنو او معلوماتو په شریکولو سره د دې پروسې ملاتړ وکړي او رسنۍ دې د معتبرې سرچینې په توګه ورڅخه ګټه واخلي. نوموړي د پرمختګ ویبسایټ د بریا، د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوی او ښې اطلاع رسونې لپاره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سره د مشورو، نظرونو او همکاریو شریکول اړین وبلل.

وروسته د چارو اداري عمومي رئیس محترم شیخ نورالحق انور ملت ته د ځواب وینې لپاره د اداري پروسیجرونو ساده کول تشریح کړل او وې ویل، دغه اقدامات د وخت ضائع کېدو او فساد مخنیوي او روڼتیا رامنځته کېدو لامل شوي. نوموړي دغه راز له رسنیو وغوښتل چې د ادارو مکلفیتونه تشخیص کړي.

ورپسې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي خبریالانو او خلکو ته د کره معلوماتو د لاسرسي په موخه د امارتي ادارو د لاسته راوړنو منعکسولو په برخه کې د ویاند دفتر د هڅو قدرداني وکړه او وې ویل، د مسائلو د پټولو او سکوت پر ځای باید پر وخت کره معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک شي. دغه راز دې اړوند مسؤلین وخت په وخت ګټور معلومات له رسنیو شره شریک کړي. 

په دې مراسمو کې د اقتصاد وزارت معین دوکتور عبدالطیف نظري پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب او د ارګ پاڼې سلمې ګڼې چاپ لویې لاسته راوړنې وبللې، چې معلومات په دقیق او ښه ډول خلکو ته رسوي.

نوموړي په اوسني عصر کې د رسنیو ارزښت ته په اشارې وویل، موږ باید له رسنیو څخه په قوي، شفافې او اغېزناکې استفادې سره دښمن ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ فعالیتونه او لاسته راوړنې وننګوي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

وروسته د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې رئیس حجت الله مجددي د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د مسئولینو مؤثرو، بنسټي او ستراتیژیکو اقداماتو څخه په مننې وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت سره د رسنیو فعالیتونه په منسجم او قانونمند ډول د خبریالي اصولو او ضوابطو مطابق ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د رسنیو د سرغړونې د مخنیوي کمېسیون د رسنیو رواني او فکري مصئونیت رامنځته کړی، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له رسنیو سره د همغږي ناستې کړي او د ملي منافعو او اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ملاتړ په خاطر رسنیو ته د لوري ورکولو په برخه کې یې د همغږۍ ناستې او بېلابېل ورکشاپونه جوړ کړي دي.

په دې مراسمو کې د طلوع نیوز ټلویزیون رئیس فریدالله محمدي د خبریالانو په استازیتوب وویل، رسنیو د هیواد د ملي ګټو ساتنې لپاره خپل ملي رسالت ترسره کړی او حکومت دې له رسنیو سره د فاصلې د لا کمولو لپاره پر وخت معلومات شریک کړي. 

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان رسنیو د دښمن د تبلیغاتو دفع کولو او خلکو ته د حقایقو رسولو لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړی او وروستۍ بېلګه یې پر افغانستان د پاکستان د تجاوز پر مهال د واقعیتونو سپړل او ولس ته د اوښتو زیانونو پر وخت نشرول دي. 

د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې ۱۰۰ مې ګڼې په اړه د معلوماتي ویډیو له خپرولو وروسته، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ نورالحق انور او د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد پرمختګ ویب سایټ پرانیست او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمد هاشم شهید ورور لخوا د دعائیې په لوستلو سره دغه مراسم پایته ورسېدل.