د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د یوناما د سیاسي برخې مسوول سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د یوناما د سیاسي برخې مسوول سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن سهار د یوناما د سیاسي برخې مسوول ښاغلي سکاټ سمیت سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د یوناما د سیاسي برخې مسوول ته د ښه راغلاست پرمهال د یوناما د مثبتو هلوځلو مننه وکړه.
ښاغلی سکاټ سمیت، د افغانستان اسلامي امارت پرمختګونو ته په اشارې وویل، په دې اړه یې خپل پیغام نړیوالې ټولنې ته رسولی او لا هم هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه منعکس کړي او د اسلامي امارت پیغام هغوی ته ورسوي.
د یوناما د سیاسي برخې مسوول وویل، کوښښ کوو چې د خبرو له لارې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ مثبتې اړیکې او د باور فضا رامنځته او د بحث وړ لویو موضوعاتو اساسي حل لارې وسنجول شي.
 محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، په کومو نړیوالو ناستو کې چې د اسلامي امارت مشرانو ته د ګډون ونډه ورکړل شوې، هغه ناستې مؤثره تمامې شوي. موږ تل د خبرو او تفاهم له لارې پر مهمو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادلې ته حاضر یوو. هغه زیاته کړه. د مثبت تعامل، همغږۍ او تفاهم له لارې ستونزو ته حل لارې پیدا او مثبت پیغامونه شریک کېدلی شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هیوادوالو ته د هوساینې او خدماتو برابرولو، د سراسري امنیت د تامین، د نشه یي توکو د مخنیوي، اقتصادي ودې، پراختیایي پروژو د تطبیق او نورو برخو کې ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري چې باید حساب ورباندې وشي.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس څرګنده کړه، کوچنیو او له حقایقو لیرې مسایلوته د انعکاس ورکولولو پرځای دې نړیوال له نږدې څخه د اسلامي امارت بېلابېل پرمختګونه وګوري او له اصلي حقایقو دې ځان خبر کړي.