د‌ رياست الوزراء سياسي مرستيال د بغلان د جامعه رازقیه مدرسې د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د‌ رياست الوزراء سياسي مرستيال د بغلان د جامعه رازقیه مدرسې د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دوشي ولسوالۍ په جامعه رازقیه مدرسه کې د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې د امر بالمعروف، نهې عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت معین، د بغلان سیمه ییزو چارواکو او مسؤلینو، علمای کرامو، جهادي قومندانانو، د پوهنتون او معارف مسؤولینو، قومي مخورو، سپین ږېرو او ګڼ شمېر ځایي خلکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د بغلان مرستيال والي مولوي همايون جهاديار، ياد ولايت ته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پر سفر خوښي څرګنده کړه وې ویل، اسلامي نظام په بغلان کې قوي ريښې لري او سیمه ییزې ادارې توانېدلي د ولسونو په همکارۍ په ټول بغلان کې امنیت ټينګ کړي. نوموړي دغه راز په بېلابېلو برخو کې د بغلان د ولسونو یو شمېر وړاندېزونه هم له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

همدارنګه د امر بالمعروف، نهې عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي فارغ شویو علماؤ ته د فراغت مبارکي وویله او د ځوان نسل لپاره يې د دیني او نورو اړینو علومو پر زده کړو ټېنګار وکړ.

شیخ فقیر محمد محمدي په علمي او ټولنیزو چارو کې د علماؤ هڅې وستایلې وې ويل، علماء او د پوهنتون استادان دې په ګډه د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوي هڅې وکړي.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ټولو حاضرينو ته له رازقیه مدرسې څخه د علماؤ د فراغت مبارکي وويله او بغلان ته یې پر خپل سفر خوښي څرګنده کړه.

محترم مولوي عبدالکبير وويل، اسلامي امارت په علمي او پراختیایي چارو کې د پرمختګ هڅې پیل کړي چې په تدریجي ډول به د ولس ستونزې حل شي.

نوموړي څرګنده کړه، د اشغال پرمهال د اسلامي امارت غړو له مرګ او زندان پرته بل انتخاب نه درلود، خو د ولس د قربانیو په پایله کې اسلامي نظام حاکم او د پخوانیو او وروستیو شهیدانو ټولې هیلې تر لاسه شوي دي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې صالح مجاهدین د اسلامي امارت مشران وروڼه وبلل وې ويل، اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او ټول عمر به خپلو اصولو ته پابند پاتې شي، پر اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده.

محترم مولوي عبدالکبیر وويل، د تېرې ادارې پوځیانو ته عمومي عفوه شوې او په پوره ډاډ ژوند کوي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال، له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د اسلامي اصولو پر بنسټ وبللې او زياته یې کړه، افغان حکومت د اړوندو مسائلو په هکله مسئولانه چلند کوي.

محترم مولوي عبدالکبير وويل، د بغلان ولسونه دې له سیمه يیزو چارواکو سره په همغږۍ اسلامي امارت ته د ستونزو د حل وړاندېزونه وکړي ترڅو اړوند ادارې يې په هکله لاس په کار شي.

د غونډې په پای کې فارغ شویو علماؤ ته د فضیلت پګړۍ ور په سر او د محترم سیاسي مرستیال لخوا په نقدي ډالیو ونازول شول.#