د رياست الوزراء اداري مرستيال د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته سفر وکړ

د رياست الوزراء اداري مرستيال د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د رياست الوزراء اداري مرستيال، چې د کور او ښار جوړولو وزير محترم مولوي نجيب الله حيات حقاني، د ننګرهار والي محترم مولوي محمد نعيم اخوند او يو شمېر امارتي مسؤلینو يې هم ملتيا کوله، د ننګرهار ځايي ادارو فعالیتونه له نږدې وارزول او اړوندو مسؤلینو ته يې د خدمتونو ښه والي او د مراجعينو چارو ته د رسیدګي بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، چې د امنيت تأمين، پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او خلکو سره نېک او ښه چلند د امارتي ادارو له اساسي لومړيتوبونو څخه دي او ټول مسؤلين بايد خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه وکړي.

همداراز، د رياست الوزراء اداري مرستيال په ختيځ زون کې د کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړه او د هغوی د دايمي مېشتېدنې بهیر يې وارزاوه.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې کډوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو، له هغې ډلې د څښاک اوبو او د استوګنې نمرو وېش بهير او د هغوی اړتیاوو ته په ښې رسيدګي ټينګار وکړ.

په پای کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال د کور او ښار جوړولو، فوايد عامې، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارتونو او نورو اړوندو ادارو ته په جلا توګه لارښوونه وکړه، چې د نمرو طرحې يا کرښو اېستل، د سړکونو جوړولو او د څښاک اوبو څاګانو وهلو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.#