د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.

دغو مجاهدینو په بېلابېلو برخو کې د ولسونو او مجاهدینو د ستونزو د حل له امله د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د هڅو په یادولو سره وویل، د ولس د قربانیو موخه د اشغال له منځه وړل او د اسلامي نظام واکمني وه، په هېواد کې د شریعت پر حاکمیت خوښ یوو او په هر ډول حالت کې د اسلامي نظام دفاع کوو.

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ دغو مجاهدینو د یو لړ ستونزو د حل په موخه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وړاندېزونه وکړل او اسلامي نظام یې د مجاهدینو د ویاړ سبب وباله.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مجاهدینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت د ټولو چارواکو او مجاهدینو لومړنۍ موخې ترلاسه شوي او اوس به په ګډه د افغانستان د رغاونې او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

محترم سیاسي مرستیال د ولسونو د ستونزو حل د حکومت مسوولیت وباله او زیاته یې کړه، د ټولو ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي او د پروان ولایت د اوسېدونکو د ستونزو حل ته به اساسي پاملرنه وشي.