د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند په مشرۍ د هیواد له یو شمېر سوداګرو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې راغلو سوداګرو په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او سرتاسري امنیت د ټینګښت قدرداني وکړه او د ژمي موسم په را رسېدو سره یې هیوادوالو ته د اسانتیاؤ برابرولو، د بیو د کنترول، پانګوالو ته د پانګونې زمینې مساعدولو او پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو راکمولو ترڅنګ د نورو لازمو اسانتیاؤ برابرولو په برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال، له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د واټن لمنځه وړل وبلل.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع یادو سوداګرو ته په خطاب کې وویل، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د اسلامي امارت له لورې ځانګړی کمېسیون پدې برخه کې فعالیت لري، موږ د هیواد د ابادۍ او پرمختګ په خاطر هر سوداګر او پانګوال ته لبیک وایو، ځکه ستاسو له برکته هیوادوالو ته په داخل کې د کار زمینه برابرېږي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس څرګنده کړه، د خپل وس او توان مطابق به د وطن د ابادۍ او هوساینې لپاره هڅې کوو او په ګډه به د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ښېرازۍ په خاطر د ګران هیواد د ځان بسیاینې په موخه خپل کوښښونه جاري ساتو.

په پای کې محترم ډاکتر ملا عبدالواسع راغلو سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل په موخه به یې وړاندیزونه او غوښتنې تر اړوندو مسؤلینو ورسوي.#