د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښار د ریشخورو شوری له رهبري پلاوي سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښار د ریشخورو شوری له رهبري پلاوي سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل ښار د ریشخورو سیمې د شوری له رهبري پلاوي سره په داسې حال کې ولیدل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال ښاغلي عبدالسلام مخدوم هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه په پیل کې د ریشخورو شورا مشر مولوي عبدالعزیز د نورو په استازيتوب خبرې وکړې وې ویل، د خدای شکر دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره خپل چارواکي لیدلی او خپل غږ ور رسولی شو.

نوموړي د ریشخورو سیمې ځینې ستونزې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې وې ويل، اوس په ریشخورو کې نفوس ډېر شوی اما د نفوس په پرتله په دغه سيمه کې روغتيايي او ټولنیز خدمات کم دي.

مولوي عبدالعزیز دېته په اشارې چې تېر حکومت په دې سیمه کې د سړکونو په څېر ډېرې پروژې نیمګړې پریښي، د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال څخه د ذکر شويو نیمګړو پروژو د بشپړولو او روغتیايي کلینیکونو د جوړولو ترڅنګ دېته ورته د نورو ستونزو د حل غوښته هم وکړه.

په پای کې ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ريشخورو رهبري پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې له اړوندو ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې اړين ګامونه واخيستل شي.