د افغانستان اسلامي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن له غرمې مخکې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکتور ترمنځ د برېښنا تولید د اوو او د برېښنا انتقال د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.
د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا او په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي، چې د برېښنا مجموعي ظرفیت یې ۲۲۸.۴۵ میګاواټو ته رسېږي.
د برېښنا د انتقال په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.
د یادو پروژو د تطبیق لپاره کورني او بهرني خصوصي شرکتونه ۲۰.۷ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي، چې چارې به یې په معیاري ډول پر ټاکلي وخت بشپړې شي.#