ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې منظور کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ هغو تعدیل کړل.

 د ملي تدارکاتو کمېسیون نننۍ نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د ۱۵ تعدیل، د یوې لغوه او د دوو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره بیا ځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. 

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز ولایتونو د پوهنتونونو د لیلیو د ودانیو پاتې چارو بشپړول، د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغاونه، په بادغیس ولایت کې د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره سړک د پاتې چارو اساسي جوړونه، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغاونه، د کابل ښار ځینې داخلي سړکونه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#