د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د کندز والي او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو یې ملتیا کوله، نن د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیست.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د اسلام امارت مشران او مسؤلین هیوادوالو په ځانګړي ډول بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د لازمو اسانتیاؤ برابرولو او خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې ځینې ګاونډي هیوادونه افغان مهاجرین په اجباري توګه اخراجوي، چې دا کړنه یې د ګاونډیتوب او بین المللي قوانیو خلاف عمل دی، خو د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان سره بېرته راستنېدونکو هیوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کوي، ترڅو دوی خپلو ولایتونو او سیمو ته تر لېږلو وروسته هوسا ژوند وکړي.
د یادولو وړ ده چې دا ښارګوټی درې زره اووه سوه یو څلوېښت (۳۷۴۱) نمرې ځمکه لري چې د شفافې پروسې له لارې به مستحقینو ته ووېشل شي.#