د ریاست‌ الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا مسئولینو سره وکتل

د ریاست‌ الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا مسئولینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا رئیس منجیت سنګ لامبه او یو شمېر غړیو سره په ارګ کې وکتل. 

په دغه کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا رئیس په دغه کتنه د خوښي په څرګندولو سره د اسلامي امارت له مسئولینو مننه وکړه چې تل یې د دوی ستونزې او غوښتنې په غور اورېدلي او د حل کولو ډاډ یې ورکړی دی. 

نوموړي وویل، افغان هندوان او سیکان خپل هیواد ته ژمن دي او همدارنګه یې د غصب شویو ځمکو او ملکیتونو، برېښنا او د یوناني طبابت د جواز په اړه د خپلو غوښتنو او وړاندیزونو د مطرح کولو ترڅنګ د کابل ښار په شور بازار کې د درمسال په اړه چې د سرک نقشه ورباندې راغلې، په تړاو یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. 

د ریاست‌ الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د هندوانو او سیکانو د شورا رئیس او غړیو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، په هیواد کې د نږدې پنځو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ د ځمکو او جایدادونو د غصب ستونزې هم زیاتې دي او یوازې د افغان هندوانو او سیکانو نه، بلکې د نورو هیوادوالو ځمکې او جایدادونه هم غصب شوي دي چې د اسلامي امارت اړوندې ادارې او محاکم به په دې برخه کې خپل اقدامات وکړي. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو او مسئولینو سره د حل په موخه شریکې کړي او همدارنګه به د یوناني طبابت د جواز په هکله ستاسو وړاندیز د عامې روغتیا وزارت له مسئولینو سره شریک شي.#