د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن غرمه د میدان وردګو ولایت له يو شمېر متنفذينو او ځوانانو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، د ميدان وردګو ولايت پلاوي د اسلامي امارت د ملاتړ د اعلان ترڅنګ د ياد ولايت د ستونزو په اړه خپل وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې. محترم مولوي عبدالکبير د يادو مشرانو او ځوانانو د ملاتړ او همکاريو د اعلان مننه او ژمنه وکړه چې غوښتنو او وړانديزونه به يې رسيدګي وشي.