د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول.
د دې تړونونو له مخې به د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د کابل ولایت په نغلو سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، د پروان ولایت په باریک اب سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، په غزني ولایت کې۱۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا او همدارنګه په تخار ولایت کې ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان ولایت کې ۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښنا تولید کړي.
په یادو پروژو شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې د لمریزې برېښنا پروژې به په دوه کلونو او د ډبرو سکرو پروژې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي.#