د رياست الوزراء اداري مرستيال د بلخ مرستيال والي سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بلخ مرستيال والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د بلخ مرستيال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادريس سره وکتل. 

په دې کتنه کې لومړی د بلخ مرستيال والي محترم نورالهادي ابو ادريس د عمومي وضعيت، حکومتولۍ او د بلخ د محلي ادارې د کړنو په اړه راپور ورکړ. 

نوموړي وويل، په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تأمين دی، مجاهدين او محلي مسؤلين خلکو ته د خدمت رسونې لپاره هڅې کوي او د اسلامي امارت د مقاماتو او مشرانو د فرامينو او لارښوونو د تطبيق لپاره تيار دي. 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د بلخ ولايت د مسؤلينو فعاليتونه او کړنې وستايلې او وې ويل، د ثبات او ارامۍ تأمين، د ټولنيزې هوساينې برابرول او د خلکو غوښتنو ته رسيدګي د اسلامي امارت له مسؤليتونو څخه دي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، مجاهدين او مسؤلين بايد په نيک چلند خپلې اړوندې چارې ترسره کړي او خلکو ته د خدمت لپاره بايد لا زياتې هڅې وکړي.#