د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی نن له کابل څخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته په دوه ورځني رسمي سفر روان شو.
په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایتالله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رئیس الحاج نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.
د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی، چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې اترې وکړي.