د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د امارتي وزارتونو او ادارو د ساده کولو او یو شان کولو حمایوي پروسې د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دغه مراسم چې د ارګ په سلامخانه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مفتي شهزاد نور راشد خبرې وکړې او وې ويل، د دوی ادارې د اسلامي نظام له حاکمیت څخه تر اوسه پورې ۹۳۸ پروسې ساده کړې دي، لس زره کسانو ته یې په ټول افغانستان کې د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه دایر کړي او د ازادو سیالیو له لارې یې یو دېرش زره او پنځه ویشت کسان استخدام کړي دي.
نوموړي همداراز وویل، د پروسو ساده کولو او یو شان کولو ترڅنګ د ازموینو الکترونیکي مرکزونو جوړول ورته لومړیتوب لري، چې د ادارو او مراجعینو په چارو کې به د اسانتیاوو لامل شي.
ورپسې د ریاست الوزراء محترم اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو له امله د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او وې ویل، د ساده کولو او یو شان کولو پروسه په ټولو اداري مرحلو کې یو منل شوی اصل دی، که دغه کار عملي نشي، نشو کولای ستراتېژیک اهداف په غوره شکل تطبیق او اقتصادي ودې ته ورسېږو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، متأسفانه په ځینو ادارو کې ډېرې پېچلې او اوږدې پروسې موجودې دي، چې په جدي ډول ساده کولو ته اړتیا لري. ډېر کله دغه کار د انکشاف او پراختیا په برخه کې د ځنډ او د خلکو د نارضایتۍ لامل ګرځي. نوموړي زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې د ساده کولو ریاست په هڅو په ډېرو ادارو کې دغه ډول ستونزې لمنځه وړل شوې دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، په همدې اساس اړتیا ده، چې د هېواد د اقتصادي ودې، د بودجې پر ځای لګولو، د انکشافي پروژو تطبیق، د پانګونې اسانتیاوو، د کاغذ پراني او بیروکراسي لمنځه وړلو، د لګښتونو کمولو او مراجعینو او هیوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید د اسلامي امارت د چارو ادارې د ساده کولو ریاست په هڅو په ټولو ادارو کې د ساده کولو او یو شان کولو پروسې عملي شي او همداراز الکترونیکي حکومتولي د چارو لپاره مهمه او ګټوره ده، چې اسلامي امارت یې په ټول توان د هیواد په کچه د عملي کولو په حال کې دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، په لا غوره ډول د ساده کولو او یو شان کولو پروسې د تطبیق په موخه د ټولو امارتي ادارو د مسؤولینو هر اړخیزه همکاري مهمه ده او د اسلامي امارت ټول مشران د دې پروسې بشپړ ملاتړ او هڅه کوي په ټولو ادارو کې عملي او د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د امارتي ادارو له ټولو مسؤلینو څخه وغوښتل، د دندو ترسره کولو او خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه ولري او په ادارو کې د کاغذ پراني د لمنځه وړلو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئيس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په میراث پاتې اداري ستونزو ته په اشارې وویل، په ادارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول د مسؤلینو لومړیتوب دی.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د پروسو ساده کول د خلکو د رضایت د زیاتېدو لامل کېږي او همدا د اسلامي نظام لوړ هدف او د اسلامي شریعت امر دی.
په دې غونډه کې د بهرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعيم وردګ د پيل شوې پروسې ستاینه وکړه او په ادارو کې يې مراجعينو ته د لا زیاتو اسانتياوو په موخه په قوانينو او اصولو د خلکو د پوهاوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو زياتولو او په هره اداره کې مراجعينو ته د مرستندويانو او لارښوونکو پر موجوديت ټينګار وکړ.
د اجنډا مطابق، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل او د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي رياست د امارت د چارو انسجام مرستيال مولوي سيف الدین تائب په نوبت په خپلو ادارو کې د پروسو د ساده کولو او یو شان کولو په اړه ترسره شوي اقدامات تشریح کړل او وې ویل، د پروسو ساده کولو او یو شان کولو د ادارو او مراجعینو په رضایت مثبت اغېز کړی دی.#