محمد المسند په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښي وښوده او وويل، هيواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره په سياسي،
اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يو ملګري هېواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زياته کړه: اوسمهال په افغانستان کې امنیت تأمین شوی، خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او نور د دې وخت رسېدلی چې نړۍ ته د افغانستان حقيقي تصوير وښودل شي.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال د قطر له همېشنیو همکاريو مننه وکړه او وویل، افغانستان د ځان بسياينې پر لور ګامونه اخلي او د قطر په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د پياوړو اقتصادي او سياسي اړيکو غوښتونکی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او قطر کولی شي دلته د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.