د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع پرون له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې ریچارډ لینډزي افغانستان ته پر خپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم په وروستیو راکټي بریدونو کې په اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت مراتب وړاندې کړل او وې ویل، تاوتریخوالی باید ختم او پر باور جوړولو زیات کار وشي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي د تسلیت او د ستونزو د حل په موخه د نوموړي د هڅو مننه وکړه او د کنړ ولایت په مرکز اسعداباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه یې وغندل.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، د ملکي خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو په نښه کول هیڅ راز توجیه نه لري. موږ نه تجاوز کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یوو، خو د افغانستان له حریم، ځمکنۍ بشپړتیا او افغانانو څخه دفاع زموږ مسلم حق دی.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هیوادونو او ارګانونو څخه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړې ختمولو هڅې کوي وغوښتل چې حقایق درک او مقصر لوری ملامت کړي.
نوموړي په ټینګار وویل، اسلامي امارت تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي پایته رسول او د دوستانه اړیکو پیاوړي کول غواړي. موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. پاکستان هم باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په تېرو څلورو لسیزو کې له افغان مهاجرینو د پاکستان کوربتوب ته په اشارې وویل، افغان مهاجرینو د هجرت پر مهال د پاکستان اصول او قوانین مراعت کړي، پاکستانی لورې دې هم د مهاجرینو حقونو ته پابند واوسي او افغانانو ته دې ضرر نه رسوي.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي د اسلامي امارت د سوله ییز دریځ مننه وکړه او وې ویل، پاکستاني لوري ته یې مکرر دا پیغام رسولی چې د باور جوړولو هڅه وکړي. دواړه لوري باید د صمیمیت فضا د ایجادولو لپاره مثبت ګامونه واخلي.
هغه زیاته کړه، جنګ دواړو خواو ته ستونزې او ناامیدي رامنځته کوي، د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره باید زړورتیا او سیاسي اراده وښودل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.
د دې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، سوداګریزي او ترانزیټي اړیکې او د بشردوستانه مرستو لېږد باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې را نه وستل شي. موږ د بشري مرستو د لېږد په برخه کې خنډونه نه دي رامنځته کړي، که پاکستان د شخړو ختمولو لپاره یو ګام اخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.#