د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ولایت یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ د هیواد له هر قشر سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او نظریات په غور اورېدلي او خوښ یوو چې په دې لړ کې نن د ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه اورو.
ورپسې حامد جهاني او عبدالقهار چهاردهي وال د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په هیواد کې د اسلامي نظام په واکمنۍ او د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ له اسلامي امارت څخه د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند ورکړ. هغوی زیاته کړه، افغانستان فوق العاده ځوانه بشري قوه لري، د هیواد په ابادۍ کې دې ورڅخه موثره ګټه واخیستل شي.
یادو ویناوالو د نظام د پیاوړتیا، مشارکت، ټولنیز عدالت، چاپیریال ساتنې، ځوانانو ته د کاري او نوښتونو د زمینو او تحصیلي بورسیو برابرولو، د ورزش او ورزشکارانو د ملاتړ، نویو فارغانو ته د روزنې د برنامو او تشویقي معاش، د څېړنیزو مرکزونو او معیاري روغتونونو د جوړولو، د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګونې، د ماسټرۍ او دوکتورا د فیس کمولو، په ښوونځیو کې د لابراتوارونو د موثرې استفادې لپاره د متخصصو کسانو د استخدام، د کانونو د ښې استفادې او د اوبو د مدیریت په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ځوانان د هیواد او ټولنې هغه واقعي ځواک دی چې د سرحدونو او امنیت د ساتنې او د هیواد د پرمختګ په برخو کې ځانګړی رول لري او دوی ته ډېرې هیلې وي. هغه زیاته کړه، د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د اشغال پرضد د جهاد په دوره کې ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول ځوانانو زیاتې قربانۍ ورکړې دي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع له یادو ځوانانو څخه په مننې وویل، ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه د هیواد د ابادۍ او د نظام د بقا لپاره ضروري دي. الحمدلله اسلامي امارت په محدود وخت کې د هرې طبقې غوښتنو ته رسیدګي او تر خپلې وسې هلې ځلې کړي. هغه زیاته کړه، په هیواد کې واقعي امنیت تامین دی او مسوولین هیوادوالو ته د خدماتو، ځوانانو ته د کاري زمینو، تاجرانو ته د پانګونې او ډاکترانو ته په ښه توګه د طبابت په برخوکې شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس څرګنده کړه، د حکومت لخوا به ترحم او شفقت او د ملت له لوري اطاعت وي او نهایي کوښښ به کوو چې یو پر بل اعتماد لاپیاوړی کړو. هغه زیاته کړه، هیواد په پردیو نه ابادېږي، ځکه په میلیاردونو ډالر راغلل، مګر پرځای ونه لګېدل. وړاندیزونه او نظریات مو اورو، نو باید خپله لاس پکار او یو له بل سره همکارشو.