د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل - جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل - جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د یو لړ مراسمو پرمهال د کابل - جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. 

په دغو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسؤلینو، د خصوصي سکتور استازو او یوشمېر هېوادوالو هم ګډون کړی وو.

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، د کابل - جلال اباد لویې لارې دوهم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي. 

 محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا، نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، دغه سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د کابل - جلال اباد پر لویه لار د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي. دا محصول به د ټولګټو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحویل او مالیې وزارت به یې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لارې ارزښت ته په اشارې وویل، د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه راټیټه شي. همدارنګه به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر ګړندی، خوندي او کم لګښته شي، ترڅنګ به یې د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه هم وغوړیږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د داخلي ترانسپورټ معیاري رغاول او پیاوړتیا د سیمه‌ییز اتصال لپاره لومړنی شرط دی؛ داخلي لویې لارې او سړکونه که له یوې خوا د هېواد ولایتونه یو له بل سره نښلوي، نو له بلې خوا همدا سړکونه د سیمې د هېوادونو سره د سیمه‌ییز ترانسپورټي اتصال په برخه کې تر ټولو اساسي رول لوبوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غونډې په پای کې ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې مبارکي وویله او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د تطبیق په برخه کې یې له اړوندو مسؤلینو سره لازمه همکاري وکړي. همداراز یې د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه وکړه چې دا مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده، د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل او د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه تر تېرېدو وروسته د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلول کېږي. نن د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ چې ۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.#