د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسيون له غړو متشکل پلاوي نن په پلچرخي توقیف خانه کې د ټولو موجوده افرادو وضعیت وکوت.
په دې لیدنه کې یې په پلچرخي توقیف خانه کې د ټولو موجوده افرادو روغتیایي وضعیت او خدماتي چارې، حقوقي او شرعي مسائل وارزول او د اداري خدماتو د ښه والی، د حفظالصحې، اوبو، او خوړو د تأمین او د زندانیانو چارو ته د ښې رسېدنې په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه یاد پلاوي د کلینیک د روغتیایي خدماتو څرنګوالی، د اوسېدو ځای او د توقیف خانې تفریحي سیمه،نظافت او د یادې توقیف خانې د نورو اسانتیاوو وضعیت وارزاوه.
همدارنګه اړوند مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې له محبوسینو سره د اسلامي شریعت او شرعي حقونو مطابق چلند وکړي او د هغوی اساسي اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره عملي اقدامات وکړي.
د توقیف خانې ټولو موجوده افرادو د پلاوي په لیدنه خوښي وښوده او خپلې مشورې او وړاندیزونه یې له یاد پلاوي سره شریک کړل.